خيبر پښتونخوا حکومت د کورونا صورتحال نه متاثره مستحق خلکو دپاره خصوصي پيکج منظورکړي

حکومت به ډير زر د مړه شوو کسانو لپاره خصوصي الوتکه سعودي عرب ته ليږي

د خيبر پښتونخوا صوبائي حکومت د کورونا صورتحال نه متاثره مستحق خلکو دپاره د خصوصي پيکج منظوري ورکړي چي تر مخه به ئي هر خاندان ته دولس زره روپئ ورکولے شي،
پيښور کښې وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د محکمه زکوات اوسماجي بهبود غونډه اوشوه په کوم کښې چي د صوبے يو لاک مستحق خاندانونو دپاره د يو ارب شل کروړه روپو د خصوصي مالي امداد پيکج منظوري ورکړے شوه،
غونډه کښې فيصله اوکړې شوه چي هر مستحق خاندان ته به دولس زره روپئ په دوو قسطونو کښې د ډسټرکټ زکوات کونسلر او مقامي زکوات کميټو په ذريعه ورکولے شي،او دا پيکج د احساس پروګرام لاندي ورکړے کيدونکي ريليف نه علاوه دے،
په دي موقعه وزيراعلي محمود خان اووئيل چي د امدادي رقم تقسيم دے بغير ځنډه نه زر تر زره مستحق خلکو ته ورکړي شي او خلکو ته زيات نه زيات ريليف ورکولو دپاره دي ټول وسائل پکار راوستلے شي