خيبر پښتونخوا حکومت د کورونا وبا له وجي معطل پوليو مهم دوباره شروع کولو فيصله کړي

خيبر پښتونخوا حکومت د کورونا وبا له وجي معطل پوليو مهم دوباره شروع کولو فيصله کړي

د خيبر پښتونخوا حکومت د کورونا وبا له وجي معطل کړے شوي پوليو مهم سر دوباره شروع کولو فيصله کړيده چي تر مخه به ئي د شلمي جولائي نه قبائلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې د پوليو مهم شروع کولےشي
پيښور پريس کلب کښې د خيبر پښتونخوا د صحت وزير تيمور سليم جهګړا د پوليو مهم پرانسته اوکړه
په دي موقعه د ډبليو ايچ او محکمه صحت،او د اي پي ائي مشران هم موجود وو،
خبري غونډي ته د وينا په وخت تيمور سليم جهګړا اووئيل چي د پوليو مهم په وخت به د پنځو کالو نه کم عمر يو لک نه سيوا ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولے شي،او دا چي د کورونا وبا له وجي په نورلسم مارچ کال دوه زره شل کښې د پوليو مهم د ځنډ ښکار شوې وو،
تيمور سليم جهګړا اووئيل چي د پوليو مهم دپاره د پوليو تربيت يافته شپږ سوه نهه ټيمونه جوړ کړے شوي وو، د پوليو په دغه ټيمونو کښې پنځه سوه څلور نوي موبائل ټيمونه ، پنځلس فکسډ ټيمونه شامل دي،
هغه اووئيل چي د پوليو مهم نګرانۍ لپاره يو سل اووه شپيته ايريا انچارج هم تعينات کړے شويدي،او دي نه علاوه د مهم په وخت به پوليس او قانون نافذ کونکي اداري د پوليو ټيمونو سره زړه پوري مرسته کوي،
د خيبر پښتونخوا صحت وزير دا هم اووئيل چي په موجوده سختو حالاتو کښې د پوليو مهم انعقاد د ماشومانو د صحت او تحفظ لپاره شروع کولے شي،والدين بائيد د پوليو مهم کاميابولو کښې دصحت محکمي سره مرسته اوکړي