خيبر پښتونخوا حکومت شپږ ميډيکل ټيچنګ کالجز جوړولو اعلان کړے

د خيبرپښتونخوا سينئر ډاکټرانو د حکومت لخوا صحت شعبه کښې شوي اصلاحات ستائيلې

دخيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کښې شپږ ميډيکل ټيچنګ کالجز جوړولو اعلان کړے ،کوم لپاره چي به زمکه صوبائي حکومت ورکوي
دا خبري دخيبر پښتونخوا وزيرصحت هشام انعام الله لخوا جاري شوي بيانيه کښې وئيلي شويدي چي په شپږو اضلاع لکي مروت، کرک، هري پور، وزيرستان، کرم او باجوړ کښې به ميډيکل کالجز جوړولے شي،
په دي اضلاع کښې ميډيکل کالجز به موجوده پنځه سوه بيډونو باندي مشتمل هسپتالونو سره جوړولے شي
وزيرصحت دا هم اووئيل چي ميډيکل کالجز قيام د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ د لاندي به مکمل کولے شي کوم له به چي زمکه صوبائي حکومت ورکوي
هغه زياته کړه چي د طالبعلمانو دپاره د حکومت د طرف نه يو لوئي تحفه ده او دا چي د صوبے ټؤلو ډي ايچ کيوز هسپتالونو کښې به جديد مشينري لګولے شي کومه چي يو پبلک پرائيويټ پارټنرشپ په ذريعه ورکولے شي،
وزيرصحت دا هم اووئيل چي ميډيکل کالجز قيام لپاره کميټي مرتب کړے شويده کومه چي به په لس ورځو کښې خپل رپورټ صوبائي حکومت ته جمع کوي