خيبر پښتونخوا حکومت پينځه مرلو نه کم کورونو باندي هم پراپرټي ټيکس لګولو پريکړه کړي

خيبر پښتونخوا حکومت پينځه مرلو نه کم کورونو باندي هم پراپرټي ټيکس لګولو پريکړه کړي

خيبر پښتونخوا حکومت د خپل امدني اضافي لپاره پينځه مرلو نه کم کورونو باندي هم پراپرټي ټيکس لګولو پريکړه کړي ده او دي لپاره ئي په قانون کښې تبديلئ لپاره تيارياني شروع کړيدي،
دمحکمه قانون خيبر پښتونخوا نه تر لاسه شوي معلوماتو تر مخه ناقابل ايم مووبل پراپرټي ايکټ نورلس سوه اته پنځوسم کښې د ترميم کولو پريکړه کړے شويده چي په ترس کښې به ئي د پينځه مرلو نه کم کورونو باندي ټيکس اولګولے شي
ښاريو علاقو کښې پنځه مرلو پوري کورونه د ټيکس نه مستثني ده خو ولي اوس پراپرټي ټيکس نيټ ورک د يوي مرلي پوري د غزولو فيصله کړے شويده
محکمه قانون ته وئيلي شويدي چي په دي حقله دي ضرور قانون سازي اوکړے شي ، محکمه ايکسائز اينډ ټيکسيشن ډيپارټمنټ د صوبي امدني سيوا کولو دپاره پراپرټي ټيکس نه مستثني کورونه هم په ټيکس نيټ ورک کښې د راوستلو باندي کار پيل کړيدے