خيبر پښتونخوا محکمه خوراک دپيښور په فروټ منډئ چهاپه وهلي

خيبر پښتونخوا محکمه خوراک دپيښور په فروټ منډئ چهاپه وهلي

د خيبر پښتونخوا محکمه خوراک چارواکو دپيښور په فروټ منډئ چهاپه وهلي او څلويښت کاټنه خرابے منړے ئي خپله ولقه کښې اخستي او يو کس ئي ګرفتار کړيدے
دخيبر پښتونخوا محکمه خوراک ډائريکټر سعادت حسن او ډپټي کمشنر پيښور محمد علي اصغر ته د پيشمنے په وخت اطلاع تر لاسه شوي وه چي د جي ټي روډ فروټ منډئ کښې خرابے منړے موجودے دي د کومو اخستلو کښې چي د ښار مشهورو فروټ چاټ او جوس فروش بوخت دي
په کوم چي راشنګ کنټرولر افتاب عمر او اسسټنټ فوډ کنټرولر تسبيح الله ناڅاپي چهاپه اووهله او په موقعه ئي مالک ګرفتار کړو او د يوے هفتے دپاره ئي سنټرل جيل ته اوليګلو
د محکمه خوراک چارواکو څلويښت کاټنه خرابے منړے او د شلتالانو پنځه ويشت تهيلي هم په خپله قبضه کښې اخستي دي
د پيښور اولس د محکمه خوراک داګام ستائيلي او وئيلي دي چي راتلونکي وخت کښې دي هم دا سلسله جاري اوساتلے شي