خيبر پښتونخوا هائيرايجوکيشن اکيډمي اف ريسرچ اينډ ټريننګ حيات اباد کار شروع کړيدې

خيبر پښتونخوا هائيرايجوکيشن اکيډمي اف ريسرچ اينډ ټريننګ حيات اباد کار شروع کړيدې،پاکستان کې د خپل نوعيت وړومبي ريسرچ جرنل افتتاح د اعلي تعليم وزير کامران بنګش کړيده،د اعلي تعليم وزير وائي چې د وزيراعلي محمودخان په مشرۍ کې صوبه کې د اعلي تعليم پحقله مثالي کار شويدې،
د خيبر پښتونخوا اعلي تعليم محکمې يو بله کارنامه، د اعلي تعليم وزيرکامران بنګش خيبر پښتونخوا هائيرايجوکيشن اکيډمي اف ريسرچ اينډ ټريننګ لائټ هاوس جرنل افتتاح کړيده،په دې موقعه دستوره کې سپيشل سيکرټري اعلي تعليم رشيدخان،ډائريکټر هرټ تصبيح الله پشمول نورو اعلي چارواکو ګډون کړيدې، د اعلي تعليم وزيرکامران بنګش دستوري ته د وينا په مهال وئيلي چې د خيبر پښتونخوا اعلي تعليم محکمې نوري صوبي شاته پريښودي،کال دوه زره څوارلسم راهسي تراوسه پوري پنځه زره نه زياتو ليکچررانو ته تربيت ورکړې شويدې، هغه زياته کړيده چې لائټ هاوس ريسرچ جرنل به ټؤل کيټيګريز کور کوي،نيچرل سائنس، سوشل سائنسز، ليټريچر پشمول نور کيټيګريز به هم شامل وي،