خيبر پښتونخوا وکيلانو ضابطه ديواني کيسونو کښې تراميم خلاف هړتال کړيدے

خيبر پښتونخوا وکيلانو ضابطه ديواني کيسونو کښې تراميم خلاف هړتال کړيدے

خيبر پښتونخوا وکيلانو ضابطه ديواني کيسونو کښې تراميم خلاف هړتال کړيدے،او غؤښتنه ئي کړي چي د تراميم فيصله دي واپس واخستلے شي،
د خيبر پښتونخوا بار ايسوسي ايشن په کال د پيښور بار او هائيکورټ بار ايسوسي ايشن د عدالتونو څخه بائيکاټ کړيدے،
د بار ايسوسي ايشن لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چي وکيلان به نن عدالتونو ته نه وړاندي کيږي،
د وکيلانو وينا وه چي حکومت د انصاف زر تر زره فراهمي ورکولو خلاف تراميم کړيدي
هغوي زياته کړي چي په تراميم کښې د سول او ډسټرکټ عدالتونو اختيارات کم کړے شويدي،او دا چي ضابطه ديواني کيسونو کښې تراميم کولو سره به سائيلين هم متاثره کيږي
وکيلانو برادري د حکومت نه مطالبه کړي چي تراميم دي په فوري توګه واپس واخستلے شي،ګيني تر نامعلومه وخت پوري به هړتال جاري وي