خيبر پښتونخوا په سکولونو کښې د ويړيا کتابونو په تقسيم کښې د ګپلو انکشاف شوې

خيبر پښتونخوا په سکولونو کښې د ويړيا کتابونو په تقسيم کښې د ګپلو انکشاف شوې

خيبر پښتونخوا په سکولونو کښې ويړيا کتابونو په تقسيم کښې د يوارب دري کروړه روپو نه سيوا د ګپلو انکشاف شوې کال دوه زره دولس نه تر دوه زره شپاړس پوري د سرکاري سکولونو کتابونه به په عام مارکيټونو کښې خرڅولي کيدل
نيب خيبر پښتونخوا سرکاري سکولونو کښې ويړيا کتابونو په تقسيم کښې د يو ارب دري کروړه روپو نه سيوا د ګپلو په اړه خيبر پښتونخوا ټيکسټ بک بورډ په ضد د انکوائري نه پس خپل رپورټ تيار کړي
رپورټ مطابق چي پاکستان تحريک انصاف پخواني صوبائي حکومت کښې تعليمي ايمرجنسي په نوم په لوئي پيمانه ويړيا کتابونو کښې ګپله شوي
رپورټ مطابق چي ټيکسټ بک بورډ سرکاري سکولونو لپاره ويړيا کتابونه د مقدار نه زيات چهاپ کړي او بيا ئي په اوپن مارکيټونو کښې خرڅ کړي
رپورټ کښې دا ذکر هم شوي چي دپوليس په موجودګۍ کښې به په عام مارکيټونو کښې د کتابونو ډک ټرکونه خالي کيدل،او په دوکاندارانو به کتابونه خرڅيدل