خيبر پښتونخوا ځنګلاتو کښې د تيرو دوو مياشتو دوران د اوور لګيدو يوسل اتلس واقعات ريکارډ

د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کښې د تيرو دوو مياشتو دوران ځنګلاتو کښې د اوور لګيدو يوسل اتلس واقعات ريکارډ شويدي چي پکښې دولس لکهه نه زياتي وني سوزيدلي او قامي خزاني ته د کروړونو روپو تاوان رسيدلے
خيبر نيوزتر لاسه شوي دستاويزاتو مطابق دځنګلاتو سوزيدو واقعات د پښتونخوا په يوولسو ضلعو کښې ريکارډ شويدي چي پکښې صوابئ ، مردان ، ډي ائي خان او نوري ضلعي شاملي دي،
دستاويزاتو مطابق د اوور لګيدو په پيښو کښې دولس لکهه او نهه ويشت زره وني سوزيدلي دي
چارواکي زياتوي چي تر اوسه په څوارلس سوه دوه ويشت هيکټر رقبي ولاړ ځنګلات سوزيدلي دي چي له وجي ئي د دوه کروړه او اته شپيته لکهه روپو نقصان شويدے
چارواکي دا هم وائي چي په سوزيدلي ځنګلاتو کښې د سونامي ټري منصوبي زيرو اعشاريه زيرو ون فيصد حصه هم شامل ده،او داچي د اوور لګيدو له امله زرګونو تعداد کښې ځنګلي ځناور هم سوزيدلي دي ،
خيبرپښتونخوا کښې د ځنګلاتو سوزيدو واقعات 2 مياشتو کښې 12 لکهه نه زياتي وني سوزيدلي  اوور لګيدو واقعات 11 ضلعو کښې ريکارډ شوي