خيبر پښتونخوا کښي د کورونا له وجې نور نهه کسان مړه شوي

څلور څلويښت اراکان پارليمنټ د کورونا وائرس نه متاثره شوي او پنځه په حق رسيدلي

خيبر پښتونخوا کښي تير څلريشت ګهنټو دوران د کورونا له وجې نور نهه کسان مړه شوي چې ورسره صوبه کښې د مړو شوو کسانو شميره درې سوه اته نوي ته رسيدلې،بلخوا تير څلريشت ګهنټودوران دوه سوه شل نور کيسونه رپورټ شويدي،چې ورسره دمثبت کيسونو مجموعي شميره اووه زره نهه سوه پنځه ته رسيدلې ده
د خيبر پښتونخوا محکمه صحت د کورونا وائرس حوالے سره تير څلريشت ګهنټو رپورټ جاري کړې رپورټ مطابق صوبه کښې تير څلريشت ګهنټو کښې دکورونا نه نور دوه سوه شل کسان متاثره شويدي اوصوبه کښې د وائرس لوجي نور نهه کسان په حق رسيدلي، رپورټ زياتوي چې د کورونا نه متاثره مريضانو صحت يابۍ سلسله هم روانه ده او تير څلريشت ګهنټو کښې د کورونا نه درې اوويا مريضان صحت ياب شويدي چي ورسره تر دے دمه د صحت ياب مريضانو شميره دوه زره څلور سوه نهه شپته ته رسيدلې

blank