خيبر پښتونخوا کښې اتيا فيصده پوري تنورونه د فوډسيفټي سټينډرډ مطابق نه دي

خيبر پښتونخوا کښې اتيا فيصده پوري تنورونه د فوډسيفټي سټينډرډ مطابق نه دي

کے پي فوډ اتهارټي په خپل تازه رپورټ کښې وئيلي دي چي خيبر پښتونخوا کښې اويا نه تر اتيا فيصده پوري تنورونه د فوډسيفټي سټينډرډ مطابق نه دي،
خيبر پښتونخوا فوډاتهارټي د تنورونو انسپکشن متعلق ډيټا رپورټ جاري کړې چي تر مخه ئي د صوبي دوه زره يو سل اته ديرش تنورونه رجسټريشن او انسپکشن مکمل شويدے،

کے پي فوډ اتهارټي پيښور کښې د ميلاوټ مافيا خلاف کاروائي دوران زر ليټره پئې تلف کړې
رپورټ زياتوي چي د صفائي په غير يقيني صورتحال او فوډ سيفټي سټينډرډ په خلاف ورزئ تر اوسه څلور ديرش تنورونه سيل کړے شوي،او دوه ويشت سوه پنځوس کلوګرام مضر صحت وړه تلف کړے شويدي،
رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي چي په روټئ کښې د ګلوکوز په استعمال لس لکهه جرماني هم لګولے شويدي،
رپورټ مخکښې وائي چي اويا نه تر اتيافيصده تنورونه د فوډ سيفټي سټينډرډ مطابق نه دي او په تندورونو کښې کار کوونکي کسانو صفائي هم غير اطمينان بخش ګرځولے شوي