خيبر پښتونخوا کښې به د پنځه نيم اربه روپو لګښت سره د لوبو لپاره ميدانونه جوړولے شي

خيبر پښتونخوا کښې به د پنځه نيم اربه روپو لګښت سره د لوبو لپاره ميدانونه جوړولے شي

د خيبر پښتونخوا سينئر وزير عاطف خان د نيشنل ګيمز انتظاماتو جائزه اغيستې او وئيلي دي چي په صوبه کښې به د پنځه نيم اربه روپو لګښت سره د لوبو لپاره ميدانونه جوړولے شي
نيشنل ګيمز په حواله پريس کانفرنس ته د وينا پر مهال عاطف خان وئيلي دي زمونږ دپاره موقعه ده چي د صوبے په ملکي او غيرملکي توګه ښه تصور پيش کړو،او دا چي دنيا ته ښودل غواړو چي زمونږ خلک مخکښې تلل غواړي،
عاطف خان دا هم وئيلي دي چي د بدقسمتې نه د دوه ويشت کروړه خلکو ملک په اولمپکس کښې يو ميډل هم نه شي ګټلے،او دا چي ايتهليټس ته به په صوبائي بجټ کښې مراعات او وظيفے ورکولے شي،
سينئر وزير عاطف خان دا هم وئيلي دي چي په صوبه کښې به د پنځه نيم اربه روپو په لګښت د لوبو ميدانونه جوړولے شي او دا چي نيشنل ګيمز کښې ميډلز ګټونکي لوبغاړو ته به انعامي رقم هم ورکولے شي
د لوبو صوبائي وزير زياته کړيده چي وزيراعظم عمران خان په افتتاحي تقريب کښې شرکت نه شي کولے