خيبر پښتونخوا کښې به 21981 ائمه مساجد او293 د اقليتو مذهبي مشرانو ته به وظائف ورکولے شي

حکومت به ډير زر د مړه شوو کسانو لپاره خصوصي الوتکه سعودي عرب ته ليږي

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي چي په صوبه کښې ټول يوويشت زره نهه سوه يو اتيا ائمه مساجد او دوه سوه دري نوي د اقليتو مذهبي مشرانو ته به وظائف ورکولے شي،
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرئ کښې د صوبے ټولو موليانو ته او د اقليتو مذهبي پيشواو، ته د ماهانه وظائف ورکولو حوالے سره اجلاس شوے،
اجلاس کښې وئيلي شويدي چي مذهبي مشرانو ته به ماهانه لس زره روپئ ميلاويږي،او دا چي د وظائف په فراهمي باندي به سالانه دوه اعشاريه دوه شپيته اربه روپئ لګښت راځي،
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان محکمه خزانه او اوقاف ته په يو هفته کښې دننه د چيکونو د تقسيم کار حوالے سره هدايات جاري کړو
اجلاس کښې وئيلي شوي چي د ائمه تعين او وظائف اجرا به د متعلقه اسسټنټ کمشنرانو په ذريعه کولے شي