خيبر پښتونخوا کښې د وکيلانو هړتال په دريمه ورځ هم جاري دے

خيبر پښتونخوا کښې د وکيلانو هړتال په دريمه ورځ هم جاري دے

د خيبر پښتونخوا بار کونسل په وينا د ټولي صوبي په کچ وکيلانو هړتال په دريمه ورځ هم جاري دے، د وکيلانو غوښتنه ده چي ضابطه ديواني کښې تراميم او د نارکاټيکس ايکټ په حقله فيصله دي واپس واخستلے شي،او که چري د هغوي مطالبات پورانه شول نو د ټولي صوبي په کچ به احتجاجي لړۍ د دسمبر دولسمي نيټي نه شروع کولے شي،
د خيبر پښتونخوا بار کونسل په وينا د ټؤلي صوبي په کچ وکيلان عدالتونو ته په دريمه ورځ هم نه وړاندي شوي،
د وکيلانو غوښتنه ده چي ضابطه ديواني کښې تراميم او د نارکوټيکس ايکټ په اړه فيصله دي واپس واخستلے شي ،
د وکيلانو وينا ده چي حکومت کوم قوانين اوتراميم جوړ کړيدي د هغي په وجه نه صرف وکيلانو بلکه ټولو سائيلينو ته يو شمير مشکلات مخي ته به راځي ،
د خيبر پښتونخوا بار کونسل په وينا راغوښتے شوي اجلاس کښې دا فيصله دري ورځي مخکښې شويده چي وکيلان به تر دري ورځو عدالتونو ته نه وړاندي کيږي