خيبر پښتونخوا کښې د پوليو دوه نور کيسونه مخې ته راغلى دى

0
23
بنو کښې د پوليو يو کيس مخې ته راغلې

خيبر پښتونخوا کښې د پوليو دوه نور کيسونه مخې ته راغلى دى، کوارډينټر ايمرجنسى سنټر کامران آفريدى وائى چې د پوليو يو کيس د بنو نه او دويم کيس د شمالى وزيرستان نه رپورټ شويدې، دوانړه ماشومان د پوليو پشاور وائرس نه متاثر شويدې، کوم چې د خطې لپاره خطره ده، د دوانړو ماشومانو والدين د پوليو څاڅکو نه انکارى وؤ
کوارډنيټر ايمرجنسي اپريشن سنټر خيبرپختونخوا کامران احمد آفريدي وئيلي چي د صحت قامي ادارے خيبرپختونخوا کښي د دوه نور پوليو کيسونو تصديق کړے،دغه کيسونه د بنو اوسيدونکي حمزه او د شمالي وزيرستان رضيه نومي ماشومي کښي د پوليو وائرس تصديق شوے
د اي يو سي ترمخه دوانړو ماشومانو ته حفاظتي ټيکے او پوليو څاڅکي نه وو ورکړے شوي۔ کوارډنيټر ايمرجنسي اپريشن سنټرخيبرپختونخوا کامران احمد آفريدي زياته کړے چۍ پوليو کيسونو مخي ته راتلو لويه وجه پوليو څاڅکو اچولو نه انکار دے او ده چي پيښور پوليو وائرس خطے لپاره خطره ده۔هغوي وينا وه چي دغه کيسونه هم پيښور د وائرس له وجي مخې ته راغلي ځکه چي دغه ماشومان څه موده وړاندے دلته پاتے شوي دي