خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي څليريشتو ګهنټو دوران څلريشت کسان په حق رسيدلي

ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرس نه متاثره او مړه شوي کسانو شميره کښې مسلسل اضافه روانه ده

د خيبر پښتونخوا محکمه صحت د رپورټ مطابق د کورونا وائرس لوجي صوبه کښې د تيرو څليريشتو ګهنټو دوران څلريشت کسان په حق رسيدلي ، صوبه کښې نور څلور سوه اووه ديرش کيسونه مثبت راغلي
د خيبر پښتونخوا د صحت محکمے د کورونا وائرس په اړه د تيرو څليريشتو ګهنټو رپورټ جاري کړے
د رپورټ مطابق نن په صوبه کښې د کورونا وبا لوجي څليريشت کسان په حق رسيدلي ، چي پکښې د ټولو نه زيات مرګونه په پيښور کښې شوي چې شميره ئې لس ده، نوښار کښې څلور،سوات دوه،مردان ، صوابي ، هري پور، دير لوئير، باجوړ ، بنو، کوهاټ، او کرم کښې يو ، يو، تن په حق رسيدلے
د رپورټ مطابق د نورو څلريشت کسانو د مړيني سره صوبه کښي د مړو شوي کسانو شميره نهه سوه څوارلس ته اورسيده
د رپورټ مطابق تيروڅليريشتو ګهنټو دوران ټوله صوبه کښي د کورونا وائرس نور څلور سوه اووه ديرش کيسونه مثبت رپورټ شوي چې ورسره د پازيټيو کيسونو شميره پنځه ويشت زره دري سوه اتيا ته رسيدلي ده
د محکمه صحت په رپورټ کښي يو حوصله افزا خبره دا هم ده چې صوبه کښي تير څلريشت ګهنټو دوران دري سوه پنځه څلويښت کسان صحت ياب شويدي چي ورسره په مجموعي ډول دولس زره يو سل کو کم پنځوس مريضان د کورونا وائرس نه صحت ياب شوي هم دي

blank