خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي څليريشتو ګهنټو دوران نهه کسان په حق رسيدلي

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي څليريشتو ګهنټو دوران نهه کسان په حق رسيدلي

د خيبر پښتونخوا محکمه صحت د رپورټ مطابق د کورونا وائرس لوجي صوبه کښې د تيرو څليريشتو ګهنټو دوران نهه کسان په حق رسيدلي ، صوبه کښې نور دري سوه څلور پنځوس کيسونه مثبت راغلي
د خيبر پښتونخوا د صحت محکمے د کورونا وائرس په اړه د تيرو څليريشتو ګهنټو رپورټ جاري کړے
د رپورټ مطابق نن په صوبه کښې د کورونا وبا لوجي نهه کسان په حق رسيدلي ، چي پکښې د ټولو نه زيات مرګونه په کوهاټ کښې شوي چې شميره ئې دري ده، پيښور کښې دوه، ملاکنډ ، ايبټ اباد ،هري پوراو مانسهره کښې يو ، يو، تن په حق رسيدلے
د رپورټ مطابق د نورو نهه کسانو د مړيني سره صوبه کښي د مړو شوي کسانو شميره يو زر دري شپيته ته اورسيده
د رپورټ مطابق تيروڅليريشتو ګهنټو دوران ټوله صوبه کښي د کورونا وائرس نور دري سوه څلور پنځوس کيسونه مثبت رپورټ شوي چې ورسره د پازيټيو کيسونو شميره نهه ويشت زره څلور سوه شپږ ته رسيدلي ده
د محکمه صحت په رپورټ کښي يو حوصله افزا خبره دا هم ده چې صوبه کښي تير څلريشت ګهنټو دوران اووه سوه دولس کسان صحت ياب شويدي چي ورسره په مجموعي ډول نورلس زره پنځه سوه دري مريضان د کورونا وائرس نه صحت ياب شوي هم دي