خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي تيرو څليريشتو ګهنټو دوران اته کسان په حق رسيدلي

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي تيرو څليريشتو ګهنټو دوران اته کسان په حق رسيدلي

د خيبر پښتونخوا محکمه صحت د رپورټ مطابق د کورونا وائرس لوجي صوبه کښې د تيرو څليريشتو ګهنټو دوران اته کسان په حق رسيدلي ، صوبه کښې نور څلور سوه دولس کيسونه مثبت راغلي
د رپورټ مطابق نن په صوبه کښې د کورونا وبا لوجي اته کسان په حق رسيدلي ، چي پکښې د ټولو نه زيات مرګونه په پيښور کښې شوي چې شميره ئې دري ده، سوات ،مردان، لوئير دير، ايبټ اباد او کوهاټ کښې يو ، يو، تن په حق رسيدلے
د رپورټ مطابق د نورو اتو کسانو د مړيني سره صوبه کښي د مړو شوي کسانو شميره څلور سوه نوي ته اورسيده
د رپورټ مطابق تيروڅليريشتو ګهنټو دوران ټوله صوبه کښي د کورونا وائرس نور څلور سوه دولس کيسونه مثبت رپورټ شوي چې ورسره د پازيټيو کيسونو شميره لس زره اته سوه اووه نوي ته رسيدلي ده
د محکمه صحت په رپورټ کښي يو حوصله افزا خبره دا هم ده چې صوبه کښي تير څلريشت ګهنټو دوران يو سل دولس کسان صحت ياب شويدي چي ورسره په مجموعي ډول د دري زره پنځه اتيا مريضان د کورونا وائرس نه صحت ياب شوي هم دي

blank