خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي تيرو څليريشتو ګهنټو دوران يوويشت کسان په حق رسيدلي

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي تيرو څليريشتو ګهنټو دوران يوويشت کسان په حق رسيدلي

د خيبر پښتونخوا محکمه صحت د رپورټ مطابق د کورونا وائرس لوجي صوبه کښې د تيرو څليريشتو ګهنټو دوران يوويشت کسان په حق رسيدلي ، صوبه کښې نور پنځه سوه اوولس کيسونه مثبت راغلي
د رپورټ مطابق نن په صوبه کښې د کورونا وبا لوجي يوويشت کسان په حق رسيدلي ، چي پکښې د ټولو نه زيات مرګونه په پيښور کښې شوي چې شميره ئې نهه ده، سوات کښې دري،ايبټ اباد او کوهاټ کښې دوه دوه ،نوښار، مردان،مانسهره،کرم ،او ډي ائي خان کښې يو يو تن په حق رسيدلے
د رپورټ مطابق د نورو يوويشت کسانو د مړيني سره صوبه کښي د مړو شوي کسانو شميره پنځه سوه يوويشت ته اورسيده
د رپورټ مطابق تيروڅليريشتو ګهنټو دوران ټوله صوبه کښي د کورونا وائرس نور پنځه سوه اوولس کيسونه مثبت رپورټ شوي چې ورسره د پازيټيو کيسونو شميره يوولس زره اته سوه نوي ته رسيدلي ده
د محکمه صحت په رپورټ کښي يو حوصله افزا خبره دا هم ده چې صوبه کښي تير څلريشت ګهنټو دوران يو سل يو اويا کسان صحت ياب شويدي چي ورسره په مجموعي ډول د دري زره دوه سوه يوويشت مريضان د کورونا وائرس نه صحت ياب شوي هم دي

blank