خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي تيرو څليريشتو ګهنټو دوران شل کسان په حق رسيدلي

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي تيرو څليريشتو ګهنټو دوران شل کسان په حق رسيدلي

د خيبر پښتونخوا محکمه صحت د رپورټ مطابق د کورونا وائرس لوجي صوبه کښې د تيرو څليريشتو ګهنټو دوران شل کسان په حق رسيدلي ، صوبه کښې نور پنځه سوه دوه څلويښت کيسونه مثبت راغلي
د خيبر پښتونخوا د صحت محکمے د کورونا وائرس په اړه د تيرو څليريشتو ګهنټو رپورټ جاري کړے
د رپورټ مطابق نن په صوبه کښې د کورونا وبا لوجي شل کسان په حق رسيدلي ، چي پکښې د ټولو نه زيات مرګونه په پيښور کښې شوي چې شميره ئې دولس ده، بټګرام، بونير، باجوړ کښې دوه دوه ، هري پور، نوښار کښې يو ، يو، تن په حق رسيدلے
د رپورټ مطابق د نورو شلو کسانو د مړيني سره صوبه کښي د مړو شوي کسانو شميره پنځه سوه يو شپيته ته اورسيده
د رپورټ مطابق تيروڅليريشتو ګهنټو دوران ټوله صوبه کښي د کورونا وائرس نور پنځه سوه دوه څلويښت کيسونه مثبت رپورټ شوي چې ورسره د پازيټيو کيسونو شميره ديارلس زره يو ته رسيدلي ده
د محکمه صحت په رپورټ کښي يو حوصله افزا خبره دا هم ده چې صوبه کښي تير څلريشت ګهنټو دوران يو سل څلور اتيا کسان صحت ياب شويدي چي ورسره په مجموعي ډول د دري زره څلور سوه پنځوس مريضان د کورونا وائرس نه صحت ياب شوي هم دي

blank