خيبر پښتونخوا کښې شفاف انتخاباتو دپاره د ووټرانو صحيح اندراج اهم مرحله ده

خيبر پښتونخوا کښې شفاف انتخاباتو دپاره د ووټرانو صحيح اندراج اهم مرحله ده

صوبائي اليکشن کمشنر شريف الله وئيلي چي صوبه خيبر پښتونخوا کښې شفاف انتخاباتو دپاره د ټولو اهل ووټرانو صحيح اندراج او فهرستونه جوړول وړومبۍ او اهم مرحله ده
ملک کښې د نارينو اوزنانو ووټرانو تر مينځه 12٫7 ملين فرق دے
دا خبري اليکشن کميشن افس پيښور کښې يوي غونډي دوران کړي شويدي
صوبائي اليکشن کمشنر وئيلي چي په ټول ملک کښې موجوده انتخابي فهرستونو کښې د نارينو او د زنانو ووټرانو تر مينځه دولس اعشاريه اووه ملين فرق دے، او دا فرق ختمول نه يواځي اليکشن کميشن ذمه واري ده بلکه متعلقه ټولو ادارو پشمول نادرا او سول سوسائيټي دي هم دي لړ کښې خپله برخه کردار ترسره کړي،
دوي وئيلي چي دي لړ کښې ضلعو په سطح تربيتي پروګراموز روان دي د کومو نګراني چي ډسټرکټ اليکشن کمشنرانو ته حواله کړي شويدي،
دوه وئيلي چي صوبه خيبر پښتونخوا کښې ټولو اهل ووټرانو صحيح اندراج کول او مستند فهرستونه جوړول ،صفا ستهرا انتخاباتو دپاره وړومبۍ او اهم مرحله ده