خيبر پښتونخوا کښې په زنانو د تشدد ديارلس سوه څلور اتيا رپورټونه مخي ته راغلي

خيبر پښتونخوا کښې په زنانو د تشدد ديارلس سوه څلور اتيا رپورټونه مخي ته راغلي

خيبر پښتونخوا کښې د يو کال دوران په زنانو د تشدد او وژنې ديارلس سوه څلور اتيا رپورټونه مخي ته راغلي کوم چي د تير کال په مقابله کښې يو په دوه سيوا دي
خيبر پښتونخوا پوليسو د روان کال دوران په زنانو د تشدد او د وژنې په اړه يو رپورټ جاري کړيدے ،رپورټ مطابق روان کال دوران خيبر پښتونخوا مختلفو تهانړو کښې په زنانو د تشدد او وژني ديارلس سوه څلور اتيا مقدمات درج کړے شويدي
رپورټ کښې وئيلي شويدي چي روان کال کښې دوه سوه اوولس زنانه وژلي شوي او يو سل اووه اويا زنانه د جنسي تشدد ښکار شويدي،رپورټ کښې دا هم وئيلي شويدي چي اووه نيم سوه زنانه اغوا شوي او د جسماني تشدد ښکار شويدي
رپورټ کښې زياته کړې شويده چي روان کال دوران خيبر پښتونخوا کښې په زنانو تيزاب اچولو او د ګينګ ريپ کيس مخي ته نه دي راغلي
پوليس مطابق تير کال په مقابله کښې د زنانو په قتل کښې شل فيصده او تشدد پيښو کښې يو په دوه اضافه شويده