خيبر پښتونخوا کښې څلريشت ګهنټو کښې څلور پنځوس نوي ډينګي کيسونه مخي ته راغلي

خيبر پښتونخوا کښې د ډينګي کيسونو کښې سيوا والي سلسله روانه ده

خيبر پښتونخوا کښې ډينګي هم هغه شان بے قابو ده،څلريشت ګهنټو کښې څلور پنځوس نوي کيسونه مخي ته راغلي چي ورسره صوبه کښې ډينګي نه متاثره مريضانو شميره دولس سوه دري څلويښت ته رسيدلي
د محکمه صحت چارواکو خبر ورکړے چي څلور پنځوس نوي کيسونو کښې اووه ويشت صرف په پيښور کښې رجسټرډ شويدي
چارواکي زياتوي چي بټګرام کښې اته ،مردان کښې پنځه ، باجوړ کښې دري ،بونير کښې دوه ، صوابئ کښې هم دوه کيسونه مخي ته راغلي دي دغه شان ايبټ اباد کښې شپږ او نوښار کښې يو ډينګي کيس رجسټرډ شويدے
صحت محکمي چارواکي زياتوي چي د شپاړسو ضلعو نه تر اوسه د ډينګي صورتحال رپورټ مخي ته نه دے راغلے