خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو دويمي مرحلي لپاره اليکشن کميشن شيډول جاري کړيدے

خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو دويمي مرحلي لپاره اليکشن کميشن شيډول جاري کړيدے،د صوبي په اتلسو ضلعو کې به د دويمي مرحلي انتخابات به په اوويشتم مارچ کيږي،کاغذات نامزدګي به د اووم نه تر يوولسم فرورۍ پوري جمع کولے شي،
اليکشن کميشن خيبر پښتونخوا کې د دويمي مرحلي انتخاباتو لپاره شيډول جاري کړيدے،د اليکشن کميشن د وينا تر مخه کاغذات نامزدګي به د اووم نه يوولسمي فرورئ پوري جمع کيږي، کاغذات نامزدګۍ جانج پړتال به د څوارلسمي نه تر شپاړسمي فرورۍ پوري کيږي،د کاغذونو منظورولو يا رد کولو اپيلونه به د اوولسمي فرورۍ نه تر نورلسمي فرورۍ پوري دائر کولے شي، اليکشن کميشن شيډول ترمخه ايپليټ ټريبونل به په اپيلونو فيصله دوه ويشتمه فرورۍ کوي،اميدوارانو ته به انتخابي نخي په اته ويشتمه فرورۍ الاټ کولے شي، خيبر پښتونخوا کې د دويمي مرحلې بلدياتي انتخاباتو لپاره به په اتلسو ضلعو کې پولنګ په اووه ويشتم مارچ کولے شي، ،