خيبر پښتون خوا په مختلفو ضلعو کښې دسبا نه د بارانونو يوه بله سلسله شورو کيدو امکان دے,محکمه موسميات

خيبر پښتون خوا په مختلفو ضلعو کښې دسبا نه د بارانونو يوه بله سلسله شورو کيدو امکان دے,محکمه موسميات

خيبر پښتون خوا په مختلفو ضلعو کښې دسبا نه دبارانونو يوه بله سلسله شورو کيدو امکان دے دکوم لپاره چې متعلقه ادارو ته دوړاندې نه داقداماتو کولو هدايات جارى شوى دى.دمحکمه موسمياتو لخوا جارى شوى بيا ن کښې وئيلے شوى چې سبا نه په دير ، سوات ، بونير ، شانګله ، مانسهره ، ايبټ ابا د ، هرى پور ، مردان ، نوښار او چارسده کښې دپرق پروق سره د تيز باران امکان دے او دبارانونو نوې سلسه به دجمعې دورځې پورې وقفې وقفې سره جارى وى.دتيزو بارانونو تر مخه پى ډى ايم اے متعلقه ادارو ته دوړاندې نه دګامونو پورته کولو هدايات جارى کړى او چرته چې دلينډ سلائډنګ خطره موجوده ده هلته ئې مشينرى هم رسولې ده او سيلګرو ته وئيلے شوى چې هغوئى دې احتياطى تدابير خپل کړى.دپى ډى ايم اے لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلے شوى چې دهغوئى ايمرجنسى اپريشن سنټر په مکمله توګه فعاله دے او عوام دکومې بدې پيښې اطلاع په هيلپ لائن 1700ورکولے شى