خيبر پښتون خوا کي د کورونا مريضانو صورتحال کي بهتري راروانه ده

خيبر پښتون خوا کي د کورونا مريضانو صورتحال کي بهتري راروانه ده

دخيبر پښتون خوا داطلاعاتو مشير اجمل وزير وئيلى صوبه کي کورونا مريضانو صورتحال کي بهتري راروانه ده، مريضان صحتياب کيږي، اجمل وزير په مخالف سياسي ډلو باندي تنقيد هم کړے
پيښور کښې دميډيا بريفنګ په وخت مشير اطلاعات اجمل وزير وئيلى دى چې وزير اعظم کامياب بجټ پيش کړے، دا وخت دټولې صوبې په کچ دوه سوه شپږ اويا سيمو کښې سمارټ لاک ډاون دے چې ورسره دکورونا مريضانو په شميره کښې هم ډير کمے راغلے دے
اجمل وزير وزير زياته کړه چې د صوبے په تاريخ کښې په ړومبى ځل صحت لپاره تر ټولز سيوا بجټ ايښودے شوے دے او حکومت به داځل دخيبر پښتون خوا ټولو کورنو ته دصحت انصاف کارډ رسد باورى کوى
ديوې پوښتنې په جواب کښې داطلاعاتو مشير ووئيل چې مخالفې ډلې دې تر ټولو وړاندې په خپل ماضى نظر واچوى نو بيا دې په حکومت ټکونه کوى ځکه چې دا وخت ملک سختو حالاتو نه تيريږى اپوزيشن دې داولس ښيګړې لپاره خپل کردار تر سره کړى

blank