خېبرټيچنګ هسپتال کښې د ډينګى اته سوه نهه اوويا ټيسټونه شوى

خيبرټيچنګ هسپتال پېښور کښې تير شواروز دوران د ډينګي اته سوه يوکم اتيا ټسټونه شوي چې پکې يوسل لس مثبت کيسونه رپورټ شوي، دغه شان په حېات آباد ميډيکل کمپليکس کې شپږ سوه اويا ټسټونو کښې يوسل درې مثبت راغلي

پېښور کښې د ډينګي ماشي حملي جاري دي ، تهکال، اکيډمي ټاون، سفيد ډهيرۍ، دانش آباد، سربند او لنډي کوتل کښې دا وخت د ډينګي متاثره تنانو شميره ورځ په ورځ سيوا کيدو په مخ روانه ده په خيبرټيچنګ هسپتال کښې دا وخت نورلس او حيات آؓباد ميډيکل کمپليکس کښې دولس مريضان داخل دي د ضلعي انتظآميې لخوا پېښور په مختلفو ځايونو کښې د ډينګي سپرے عمل جاري دے او د پېښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود لخوا ټولو ضلعي واکمنو ته په روزانه بنياد د ډينګي متعلق رپورټ جمع امر هم کړې