خېبرپښتونخوا ، فاټا اسلام آباد کښې د باران امکان دې

د ملک مختلفو علاقو کښې باران وريدوسره موسم خوشګوار شوے

د موسمياتو محکمې پيشن ګوئى کړى چې نن د خېبرپښتونخوا ، فاټا اسلام آباد او د ملک په ځنى نورو علاقو کښې د باران امکان دې
د محکمه موسمياتو مطابق نن او سبا د خېبرپښتونخوا ، فاټا، اسلام آباد ،پنډۍ ، بالائى پنجاب ، ګوجرانواله ، لاهور ،فيصل آباد،ملتان ، سرګودها ډويژن ،کشمير او ګلګت بلتستان په ځنى علاقو کښې د تيزو هواګانو او پړق پړوق سره د باران امکان دے
دې نه علاوه د محکمه موسمياتو مطابق تير شوى څليريشت ګهنټو دوران ملک په زياتره علاقو کښې موسم ګرم او اوچ وو ولې مالاکنډ، هزاره ، کوهاټ ، پنډۍ ،اسلام آباد او بالائى فاټا په ځنى برخو کښې چرته نرې نرې او چرته په شيبو شيبو باران وريدلے دے چې ورسره د ګرمۍ زور مات شويدے

blank