خېبرپښتونخوا اسمبلې پخوانې غړى بلديو کمار هند کښې د سياسى پناه درخواست ورکړې

خېبرپښتونخوا اسمبلې پخوانې غړى بلديو کمار هند کښې د سياسى پناه درخواست ورکړې

د پاکستان تحريک انصاف خېبرپښتونخوا پخوانې صوبائى اسمبلې غړى بلديو کمار هند کښې د سياسى پناه درخواست ورکړې او وئيلى ئې دى چې هغه ته پاکستان کښې خطره ده ، بلديو کمار وائى چې عمران خان نه ئې ډيره طمع وه خو د وزيراعظم جوړيدو وروستو هغه بدل شوې
تفصيلاتو ترمخه بلديو کمار څو مياشتې وړاندې سره د بچو خپلوانو سره ملاقات لپاره هند ته تلې وو او د هغې وروستو واپس نه دې راغلې
د سوات بريکوټ سيمې سره تعلق لرنکى بلديو کمار وينا ده چې هغه بير ته پاکستان ته د راتلو هيڅ اراده نه لرى ځکه چې د هغه ژوند ته خطره ده
بلديو کمار ترمخه کال دوه زره شپاړس کښې سورن سنګهـ قتل الزام وروستو هغه دوه کاله جيل کښې تير کړى او اوس هم هغه د دغه الزام نه نه دې برى کړې شوې
بلديو کمار الزام لګولې چې پاکستان کښې هندو او سکهـ مشران وژلې کيږى ځکه به هغه د هند وزيراعظم نريندر مودى ته د سياسى پناه درخواست کوى
بلديو کمار زياته کړېده چې د عمران خان مشرۍ سره هغه ډير خوشبينه وو خو د بده مرغه وزيراعظم جوړيدو وروستو هغه بدل شوې او اوس د بهترۍ هيڅ اميد نشته
ياده دې وى چې بلديو کمار کال دوه زره شپاړس کښې د سورن سنګهـ وژنې وروستو بريکوټ نه د اقليتونو په خصوصى کوټه د خېبرپښتونخوا اسمبلې غړې ټاکلې شوې وو