خېبرپښتونخوا سينټرل پنجاب ته شکست ورکړې

ټى ټونټى نيشنل کپ فائنل کښې خيبرپښتونخوا سنټرل پنجاب ته په اووه وکټوشکست ورکړيدے، خيبر پښتونخوا ټېم د ټائټل کاميابه دفاع کړېده او پرله پسي نيشنل ټي ټونټي چيمپئنز جوړ شويدي، فائنل او ټورنمنټ کښې شاندار کارکردګۍ باندے د خيبر پښتونخوا ټيم کپتان افتخار مين آف دي ميچ اؤ پليئر اف دي ټورنمنټ ګرځولے شويدے

لاهور کښې نيشنل ټي ټونټي فائنل کښې خيبر پښتونخوا ټيم سينټرل پنجاب ټېم ته اووه وکټو سره ماتي ورکړيده فائنل کښې ټاس ګټلو نه پس خيبر پښتونخوا ټيم د فيلډنګ فيصله اوکړه او سينټرل پنجاب ټول ټيم ئي په شلم اورونو کښې په يو سل اته څلويښت رنزونو اوټ کړو، کپتان افتخار احمد د شاندار بالنګ مظاهره اوکړه او په دوه اوورنو کښې ئي دري وکټي ترلاسه کړې دخيبر پښتونخوا ټيم ټاکلې شوے هدف د درې وکټو په زيان په اوولس اورونو کښې ترلاسه کړو، بيټسمينانو کښې افتخار احمد ناقابل شکست پينځه څلويښت رنزونه جوړ کړه او د ټيم ګټه کښې اهم کردار ادا کړو، نورو لوبغاړو کښې کامران غلام اووه ديرش، صاحبزاده فرحان شپږيشت او عادل امين پينځويشت رنزونه جوړ کړۀ ميچ او ټورنمنټ کښې شاندار ال راونډ کارکردګۍ باندۍ د خيبر پښتونخوا ټيم کپتان افتخار د ميچ او ټورنمنټ بهترين لوبغاړې اوګرځولے شو