خېبرپښتونخوا صوبائى اسمبلې غونډه شوېده

د خيبر پښتونخوا صوبائي اسمبلې غونډۀ کښې اپوزيشن او حکومتي غړو د محکمه صحت په کارکردګې سوالونه پورته کړي،سپيکر رولنګ دوران وئيلي چې محکمه صحت اسمبلې نه مذاق جوړ کړې،وزير صحت تيمور سليم جهګړاوئيلي چې که دوئي کار نه کوي نوره باصلاحتيه خلق به بهرتي کړو،سردار حسين بابک په دے معامله مونږه حکومت ته د ملاتړيقين دهاني ورکړې

خيبر پښتونخوا صوبائي اسمبلې کښې اپوزيشن ،حکومتي غړو او سپيکر د محکمه صحت افسرانو او د محکمه کارکردګې باندے ګوته پورته کړې سپيکر رولنګ دوران وئيلي دي چې د محکمه صحت په زمه څلور سوالونو تردے دمه جواب نه دے جمع کړې،وزير صيب د محکمه صحت انتظامي افسرانو مسئله وزير اعلۍ سره هم شرهکه کړې نګهت اورکزئي وقفه سوالات دوران وئيلي دي چې د پوليو سيکورټي فنډ کښې شل اربه روپو نه سيوا بد عنوانې انکشاف شوې نيب هم تفصيلات طلب کړي د مسلم ليګ ن ايم پي اے اختيار ولي د اوورسيز پاکستانيانو مسئلو متعلق قرارداد جمع کړې،او وئيلي دي چې درې لکه اوورسيز پاکستانيان زمونږ معيشت کښې د ملاتير حثيت لري،ويکسين لږولو باوجود دوئي دلته پهساو دي،حکومت دے دوئي لپاره د فلائيټونو متعلق اقدامات اوکړي،سپيکر د صوبائي اسمبلې غونډه څلورم اکتوبر پورې ځنډولې