خېبرپښتونخوا وزيراعلى د پېښور چمکنو پېښې نوټس اخستې

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د پیښور چمکنو په علاقه کښې د یو کور د ۷ تنانو د وژنی سخت نوټس اخیستی دی او دهغوی په وژنه کښې ککړ ملزمان زر تر زره د نیولو حکم ورکړی دی وزیر اعلی د پولیس اعلی چارواکو ته متاثره کورني ته زر تر زره انصاف ورکولو او په وژنه کښې ککړ تنان زر تر زره د قانون په ګرفت د راوستلو احکامات جاری کړی دی وزیر اعلی محمود خان وینا ده چه هغوی په واقعه باندی غمژن دی او متاثره کورني ته به ارومرو انصاف ورکوی هغوی وژلی شوی تنانو لپاره د مغفرت لپاره دعا کړی ده او پسماندګان ته عظیم صدمه برداشت کولو لپاره دعا کړی ده آئی جی پولیس د چمکنو د واقعه په حقله د تحقیقاتو په اړه یو خصوصی ټیم جوړ کړی دی چه قیادت سی سی پی او عباس احسن او ایس ایس پی اپریشن یاسر افریدی ته سپارلی شوی دی د واقعه کښې مبینه توګه ککړ پنځه مشکوک تنان نیولی شوی دی مقتول خاندان تر دی دمه په هیچا دعویداری نه ده کړی