خېبرپښتونخوا پشمول د ملک مختلفو برخو کښې د تيزو هواګانو سره باران امکان

موسمياتو محکمې راتلونکي شوا روز دوران د خېبر پښتونخوا پشمول ملک زياتره برخو کښې تيزو هواګانو او پړق پړوق سره د باران امکان څرګند کړے دے ، تيره ورځ هم د ملک مختلفو علاقو کښې باران وريدلے وو

موسمياتو محکمې مطابق راتلونکي څليريشتو ګهنټو کښې خېبر پښتونخوا مانسهره ، ايبټ آباد ، هري پور ، مردان ، چارسده ، دير ، چترال پېښور ، کوهاټ ، بنو ، کرک او نورو ښارونو کښې پړق پړوق سره د باران امکان دے د پنجاب پنډۍ ، اټک ، چکوال ، ګجرات ، سيالکوټ ، نارووال ، ګوجرانواله ، فيصل آباد ، سرګودها کښې د باران پيشګوئي شوېده کشمير او بلتستان کښې هم د تيزو بارانونو وريدو امکان څرګند شوے دے دې نه علاوه د بلوچستان زياتره اضلاع کښې به موسم ګرم او خشک وي ، ولې ژوب ، زيارت ، او موسي خيل کښې باران متوقع دے اسلام آباد کښې هم د تيز باران پيشګوئي شويده