خېبرپښتونخوا پشکال بارانونه ، ټولو محکمو ته هدايات جارى کړې شوى

د خيبرپښتونخوا وزيراعلى محمود خان د صوبې زياتره ضلعو کښې د پشکال  بارانونو پيشنګوئى نه پس ټولو محکموته ويخ اوسيدو هدايات جارى کړى ،وزيراعلي محمود خان وئيلي چې د څه قسمه خطري لپاره دي ټولي محکمي هر لحاظ سره ځان تيار کړي،د ټولو ضلعو انتظاميه دې خپلو خپلو ضلعو صورتحال مسلسل مانيټرنګ کوي،

د موسمياتو محکمي خيبرپښتونخوا کښې راروان دري ورځو دوران باران امکان څرګندکړے،او وئيلي دي چې د صوبي حساس ضلعو کښې لينډ سلائيډنګ او سيلاب انديښنه هم ده، د موسمياتو محکمي پيشنګوئي نه پس ټولي اداري الرټ کړۓ شويدي وزيراعلي محمود خان هم ټولو ادارو ته چمتو اوسيدو هدايات جاري کړيدي وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چې قدرتي افاتو نه د اولس ځان او مال محفوظ ساتلو لپاره اګاهي ډيره ضروري ده، د خلقو او مال حفاظت د حکومت اولنۍ ذمه داري ده د دې مقصد دپاره به ټول وسائل پکار راوستے شي، محمودخان داهم وئيلي چې څه قسمه هنګامي صورتحال کښې ځاني او مالي نقصانات کمولو لپاره دې ټول ضروري انتظامات يقيني کړے شي،او دا چي هنګامي صورتحال کښې د ريسکيو او ريليف سرګرمياني منظم انداز سره چلولو لپاره دې ټولي اداري خپلو کښې د کوارډينيشن نظام موثر کړي