خېبرپښتونخوا په زياتره سيمو کښې باران او واوره

خېبرپښتونخوا په زياتره سيمو کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو لړۍ دوام لري ، د باران او برفبارۍ لوجې مختلف حادثاتو کښې خېبر پښتونخوا کښې اووه کسان مړه او شپاړس ژوبل شو يدي

پروانشل ډيزاسټر ميجمنټ اتهارټي د باران او برفبارۍ لوجې د شوي نقصاناتو حوالے سره رپورټ جاري کړے دے پي ډي ايم اے وائي چې مختلف پېښو کښې اووه کسان مړه او شپاړس ژوبل شوي دي ،يو کور په مکمله توګه تباه شوے او پينځلس کورونو ته زيان رسيدلے دے پي ډي ايم اے وائي چې ضلعي انتظاميه او متعلقه ادارې برفبارۍ لوجې بند سړکونه کهولاولو لپاره اقدامات کوي او ټولې متعلقه ادارې الرټ دي پي ډي ايم اے زياته کړېده چې مونږ پخپله هم د صورتحال مانيټرنګ کوو او ايمرجنسي اپريشن سنټر څليريشت ساعته فعال دے ترجمان پي ډي ايم اے عوام ته د سيالګرۍ مقاماتو ته تلو په وخت احتياط نه کار اخيستو او حفاظتي اقدامات کولو سپارښتنه هم کړېده،