خېبرپښتونخوا په پوله د ازغن تارونه لګولو عمل تيز کړې شوې

افغانستان کښې د بې ارامې او خانه جنګی سيوا کیدو سره سم په خیبرپښتونخوا کښې افغانستان سره لګیدلې سرحدی پوله باندې خاردار تارونه د اچولو او فنسنګ عمل تند کړې شوى دی چه په ترس کښې نوی فیصد کار مکمل کړی شوی دی افغانستان نه د امریکی امنيتي ځواکونو د وتلو سره سم طالبانو فتوحات او حملي تیزی کړی دی چه په نتیجه کښې د پاکستان امنیت هم خطری سره مخ شوی دی په افغانستان کښې د بد امنی دلاسه ممکنه توګه د خلکو هجرت او ترهګرو پاکستان ته د داخلیدو د مخنیوي لپاره افغانستان سره لګیدلی پله باندی تر دی نوی فیصد فنسنګ باندی کار مکمل کړی شوی دی د سرچینو ترمخه پاک افغان سرحدي پله باندی دولس سوه یوکم دیرش کلو ميټر باندی خاردار تار اچولی شوی دی په نتیجه کښې افغانستان نه پاکستان ته نقل وحرکت ودرولې شوی دی سرچینی زیاته وی چه د پاسپورټ ، ویزی او شناختی کارډونو نه بغیر پاکستان ته د داخلیدو مخه نیولې کړی شوی دی افغانستان کښې د بی ارامی له امله سیکیورټی فورسسز او پولیسو په ګډه د افغانستان سره لګیدلی پله باندی سیکیورټی سخته کړی ده ذرائع زیاته کړی ده د افغانستان نه د انخلا په شکل کښې به پاک افغان سرحدي پله سره جوخت د افغانستان په حدود کښې د کیمپونو جوړولو پلان تیار کړی شوی دی د بی کوره شو خلکو مدد او مرسته په کیمپونو کښې د کولو تابیا کړی شوی ده پاکستان ته د افغان کډوالو د داخلی مخنیوي لپاره پاخه ګامونه پورته کړی شوی دی