خېبرپښتونخوا کښې بنو نه علاوه صبا نه سکولونو کولاولو اعلاميه جارى

خيبر پښتونخوا محکمه تعليم د ضلع بنو نه علاوه په ټوله صوبه کښې سبا نه پنځوس فيصده حاضرۍ سره ټؤل سکولونو دوباره پرانستو اعلاميه جاري کړي،اعلاميي تر مخه ضلع بنو کښې ټول سکولونه د رواني مياشتي دوه ويشتم ستمبر پوري بند وي،

د اين سي او سي احکاماتو په رنړا کښې خيبر پښتونخوا محکمه تعليم سکولونو دوباره پرانستو په اړه اعلاميه جاري کړي، اعلاميي تر مخۀ د اين سي او سي هداياتو مطابق په ټوله صوبه کښې به سبا نه ټول سرکاري او نجي تعليمي اداري دوباره کهولاو شي، اعلاميي کښې دا هم وئيلي شوي چې ټول سکولونه به پنځوس فيصده حاضرۍ لاندي تعليمي هلې ځلې جاري ساتي، پنځوس فيصده طالبعلمان به دري ورځي او باقي پاتي پنځوس فيصده به نوره دري ورځي سکولونو کښې حاضري کوي، د محکمه تعليم اعلاميي تر مخه په ضلع بنو کښې به سکولونه د رواني مياشتي دولسم ستمبر پوري بند وي