خېبرپښتونخوا کښې د بهارتى کورونا ډيلټا وائرس کيسونه

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا بهارتى ډيلټا وائرس کيسونه  مخې ته راتلو سلسله جارى ده، صوبه کښې د ډيلټا وائرس نور شپاړس کيسونه رپورټ شوي ، دي نه علاوه د برطانوي کورونا وائرس هم پنځه کيسونه رپورټ شويدي

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس بهارتي او برطانوي قسمونو په اړه سيکرټري صحت سيد امتياز حسين شاه وئيلي دي چي خيبر پښتونخوا کښې د کورونا بهارتي او برطانوي قسمونو کيسونه رپورټ کيدلو سلسله جاري ده، اسلام اباد ټيسټنګ ليبارټري ته ليګلے شوي پنځوس ټيسټونو کښې شپاړس بهارتي او پنځه برطانوي وائرس کيسونه رپورټ شوي، سيکرټري صحت دا هم وئيلي چې عوام دې احتياط کول لازمي کړي،او په ايس او پيز دې عملدرامد کوي،او دا چې خلقو ته پکار دي زيات نه زيات ويکسينشن اوکړي،ځکه چې دا د کورونا وائرس وبا نه بچ کيدو واحده لاره ده