خېبرپښتونخوا کښې د سى اين جى سټيشنو ته به سحر نهه نه مازيګر درې بجو پورې به ګيس ميلاويږى

د خیبرپختونخوا د وزیراعلی په هدایاتو په خیبرپختونخوا کښی کښی د سی این جی او ګیس حوالی سره نوی شیډول جاری کړی شوی،وزيراعلی وئیلی دی چی رهائشی صارفینو ته دی بلا تعطیل ګیس ورکول یقینی جوړ کړی شی د پیښور د کمیشنر ریاض محسود په مشرئی کښی د ګیس او سی این جی د بحران حوالی سره مهمه غونډه ترسره شویده،د پیښور کمیشنر وئیلی دی چی وزیراعلی محمودخان هدایات جاری کړیدی چی رهائشی علاقو ته دی ګیس ورکول یقینی جوړ کړی شی،د نوی شیډول تر مخه د نهه بجو نه تر درئی بجو پوری به یعنی اوه ګهنټی به سی این جی سټیشنو ته ګیس ورکولی شی او د څلور بجو نه تر سحر نهه بجی پوری به سی این جی سټشنو ته ګیس ورکول معطل وی د پیښور کمیشنر وئیلی دی چی وزیراعلی محمودخان واضحه هدایات جاری کړی چی رهائشی علاقو ته دی دګیس سپلائی مسلسل جاری وی او هیڅ قیسمه تعطل دی پکښی نه راوستل کیږی،په غونډه کښی د ګیس اعلی چارواکو او د متلقه ادارو چارواکو هم ګډون کړی وو