خېبرپښتونخوا کښې د ډينګى حملې جارى

خېبرپښتونخوا کښې د ډينګى حملې جارى، صوبه کښې تير څليريشتوګهنټو دوران د ډينګي يوسل  نهه اوويا نوى کيسونه رپورټ شوي،بلخوا يو سل دوه کسان د ډينګي نه صحت ياب شوي هم دي
دخېبرپښتونخوا صحت محکمي ترمخه د ډينګي نه تير څليريشت ګهنټودوران د ډينګي لوجې د مرګ څه قسمه پېښه نه ده رامخې ته شوې خو تر دې دمه د ډينګي لوجې د مړه شوو تنانو شميره څلور ده، صوبه کښې تير شواروز دوران يو سل  نهه اوويا  کيسونه رپورټ شوي چې وروستو ئې د ډينګي مجموعي کيسونو شميره دري زره دري سوه ته رسيدلې ده، صحت محکمې زياته کړې چې صوبه کښې د ډينګي نه تير څليريشت ګهنټو دوران يو سل دوه کسان صحت يابه شوي هم دي چې ورسره تر دې دمه صحتيابه شوي کسانو شميره دوه زره سل ته رسيدلي ده