خېبرپښتونخوا کښې د کورونا لوجې نور نهه کسان پحق رسيدلى

د خيبر پښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا وبا له وجےنهه کسان پحق رسيدلي او يو سل دوه اويا کيسونه رپورټ شوي بلخوا دوه سوه شپږ اتيا مريضان صحت ياب شوي هم دي

د محکمه صحت رپورټ ترمخه د کورونا وبا له وجے تير څليريشت ګهنټو دوران نهه کسان پحق رسيدلي د کوم سره چي د مړوشوو شميره پنځه زره شپږ سوه شپږ شپيته ته رسيدلي ده، د محکمه صحت رپورټ ترمخه تير څليريشت ګهنټو يو سل دوه اويا کيسونه هم رپورټ شوي د کوم سره چي د مثبت کيسونو شميره يو لاکهه شپږ اويا زره دري سوه شپږ شپيته ته رسيدلے ده د محکمه صحت رپورټ ترمخه خيبرپښتونخوا کښي تير څليريشت ګهنټو دوران د کورونا رنځ نه دوه سوه شپږ اتيا مريضان صحت ياب شوي د کوم سره چي ټوله صوبه کښي د صحت ياب شوو کسانو شميره يو لاکهه اووه شپيته زره دري سوه څوارلس ته رسيدلے ده