خېبرپښتونخوا کښې قامى ووټرز ډے په جوش سره مانځلې شى

دپېښور پشمول دخيبر پښتون خوا ټولو ضعلو کښي قامي ووټرز ډے په جوش اوجذبي سره نمانځلے شي په دې حواله پيښور کښي دمختلفو دستورو تابيا هم شوې وه

دخيبر پښتون خوا په کچ دپېښور ډسټرکټ کونسل هال کښي يوه لويه دستوره ترسره شوې ده چې کښي داليکشن کميشن افسرانو ، دمختلفو تعليمي ادارو تعليمي ماهرانو ، طالب علمانو او دژوند نورو مختلفو طبقو سره تعلق لرونکو هم په ګڼ تعداد کښي برخه اخستې وه دستوري ته دبريفنګ په وخت وئيلے شوي چې اليکشن کميشن اف پاکستان دکال دوه زره درويشت دانتخاباتو په لړ کښي په انتخابي فهرستونو سر دوباره نظر ثانۍ لپاره کور په کور مهم شروع شوے دے ځکه چې دننۍ ورځې مقصد هم دادے چې قوم ته دووټ داهميت په لړ کښي پوره پوره معلومات ورکړے شي داليکشن کميشن مشرانو په اولس او دسياسي ډلو مشرانو زور راوړے چې دووټونو دتصديق په لړ کښي دې اليکشن کميشن سره مرسته وکړي چې دغه شان دووټ داستعمال حق په سهي توګه ادا کړے شي