خېبرپښتونخوا کښې نور اتلس کسان ډينګى متاثر شوى

د خيبر پښتونخوا بيلا بيلو برخو کښې د ډينګي رنځ نه نور اتلس کسان ژپلي شويدي، بلخؤا څلوېښت کسان د دې رنځ نه صحتيابه شوي هم دي

د اينټي ګريټيډ ډيزيز سرويلنس اينډ ريسپانس سسټم لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه دخيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کښې د ډينګي رنځ نه نور اتلس کسان متاثره شوي چې ورسره صوبه کښې د مثبت کيسونو شميره لس زره څلور سوه شپږ اتيا ته رسيدلې ده خيبرپښتونخوا کښي تيرو څليريشت ګهنټو دوران د ډينګي رنځ نه څلويښت مريضان صحت ياب شوي هم دي چې وروستو ئې ټوله صوبه کښې صحت يابه شوي کسانو شميره لس زره څلور سوه شل ته رسيدلې د ډينګي رنځ لوجې تر دې دمه خيبر پښتونخوا کښې لس کسانو د ژونده لاس وينځلې دې،