خېبرپښتونخوا کښې نور يو سل يو ديرش کسان ډينګى نه متاثر

د خيبرپښتونخوا مختلفو برخو کښې د ډينګي وائرس نه نور يو سل يو ديرش کسان متاثره شوي بلخوا دوه سوه دوه مريضان صحت ياب شوي هم دي

د اينټي ګريټيډ ډيزيز سرويلنس اينډ ريسپانس سسټم لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه دخيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کښې د ډينګي رنځ نه نور يو سل يو ديرش کسان متاثره شوي، د کوم سره چي صوبه کښې د مثبت کيسونو شميره پنځه زره دري سوه اووه ديرش ته رسيدلے ده د اينټي ګريټيډ ډيزيز سرويلنس اينډ ريسپانس سسټم لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه خيبرپښتونخوا کښي تير څليريشت ګهنټو دوران د ډينګي رنځ نه دوه سوه دوه مريضان صحت ياب شوي د کوم سره چي ټوله صوبه کښي د صحت ياب شوو کسانو شميره درې زره اووه سوه يو نوي، ته رسيدلے ده ۔ خيبر پښتونخوا کښي دا وخت د ايکټيو کيسونو شميره يو زر پنځه سوه اووه ديرش ده او تر اوسه پوري صوبه کښې د دے رنځ نه اووه کسان پحق رسيدلي دي،