خېبرپښتونخوا کښې يو څلويښت د پوليو کيسونه رپورټ شويدى: وزير صحت

خېبرپښتونخوا کښې يو څلويښت د پوليو کيسونه رپورټ شويدى: وزير صحت

خېبرپښتونخوا وزير صحت ډاکټر هشام خان وئيلى دى چې صوبه کښې يو څلويښت د پوليو کيسونه رپورټ شوى په کوم کښې چې زياتره کيسونه په بنو ډويژن کښې رپورټ شويدى
دا خبرې صوبائى وزير صحت ډاکټر هشام ته پوليو په ا ړه شوې شوې غونډه کښې وئيلى شويدى
غونډه کښې سيکريټرى صحت ډى جى هيلتهـ او د صوبې ټولو ډى ايچ اوز ګډون کړې وو
غونډې صوبائى وزير صحت ډاکټر هشام وئيلى چې پوليو مخنيوى کښې به هيڅ قسمه غفلت نه شى برداشت کولې او ټول ډى ايچ اوز کښې پوليو مهم کښې خپله برخه کردار په ښه ډول ادا کړى
غونډه کښې پوليو پروګرام ښه کولو دپاره اته رکنى کميټى هم جوړه کړې شوېده کوم چې به په څليريشت ګهنټو کښې خپل سفارشات تياروى کوم چې به بيا وزيراعلى خېبرپښتونخوا او وزيراعظم عمران خان ته به وړاندې کولې شى
غونډه کښې صوبائى وزير صحت ته اووئيلې شو چې صوبه کښې يو څلويښت د پوليسو کيسونه رپورټ شويدى په کوم کښې چې زياتره کيسونه په بنو ډويژن کښې رپورټ شويدى