خېبرپښتونخوا کښې پنځه کسان د کورونا لوجې پحق رسيدلى

د خيبر پښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا وبا له وجےپنځه کسان پحق رسيدلي او دري نوي کيسونه رپورټ شوي بلخوا يو سل اته اتيا مريضان صحت ياب شوي هم دي

د محکمه صحت رپورټ ترمخه د کورونا وبا له وجے تير څليريشت ګهنټو دوران پنځه کسان پحق رسيدلي د کوم سره چي د مړوشوو شميره پنځه زره اووه سوه اووه ويشت، ته رسيدلي ده، د محکمه صحت رپورټ ترمخه تير څليريشت ګهنټو دري نوي کيسونه هم رپورټ شوي د کوم سره چي د مثبت کيسونو شميره يو لاکهه اووه اويا زره شپږ سوه شپږ څلويښت ته رسيدلے ده د محکمه صحت رپورټ ترمخه خيبرپښتونخوا کښي تير څليريشت ګهنټو دوران د کورونا رنځ نه يو سل اته اتيا مريضان صحت ياب شوي د کوم سره چي ټوله صوبه کښي د صحت ياب شوو کسانو شميره يو لاکهه نهه شپيته زره څلور سوه شپږ شپيته ته رسيدلے ده، صوبه کښې په مجموعي توګه د مثبت کيسونو شميره دوه زره څلور سوه دري پنځوس ده،