خېبرپښتونخوا کښې کورونا لوجې څلور کسان پحق رسيدلى

د خيبرپښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا وبا له وجې څلور کسان پحق رسيدلي، او يو اتيا، کيسونه رپورټ شوي بلخوا يو سل شپږ اويا مريضان صحت ياب شوي هم دي،

د محکمه صحت رپورټ ترمخه د کورونا وبا له وجے تير څليريشت ګهنټو دوران کورونا لوجي څلور کسان پحق رسيدلي او تر اوسه پوري صوبه کې د مړوشوو شميره پنځه زره اته سوه نهه ويشت ته رسيدلے ده د محکمه صحت رپورټ ترمخه تير څليريشت ګهنټو کښې يو اتيا کيسونه هم رپورټ شوي د کوم سره چي د مثبت کيسونو شميره يو لاکهه نهه اويا زره اته سوه پنځه پنځوس،ته رسيدلے ده د محکمه صحت رپورټ ترمخه خيبرپښتونخوا کښي تير څليريشت ګهنټو دوران د کورونا رنځ نه يو سل شپږ اويا مريضان صحت ياب شوي د کوم سره چي ټوله صوبه کښي د صحت ياب شوو کسانو شميره يو لاکهه دري اويا زره يو سل دري ويشت، ته رسيدلے ده، صوبه کښې په مجموعي توګه د ايکټيو مثبت کيسونو شميره نهه سوه دري ،ده،