خېبر ايجنسۍ کښې تازه بمباري په نتيجه کښې ديارلس ترهګر مړه شوي

0
53
خېبر ايجنسۍ کښې د سيکيورټي فورسز له اړخه د ترهګرو خلاف آپريشن جاري دي او د جنګي الوتکو تازه بمبار په نتيجه کښې ديارلس ترهګر مړه او شپږ ټکوني ئي هم په مکمله توګه تباه شويدي 
د سيکيورټي سرچينو نه ترلاسه شوي معلوماتو له مخي د خيبرايجنسۍ تيراه وداۍ په راج ګل سيمه کښې د سيکيورټي فورسز آپريشن جاري دي او امنيتي ځواکونو د جنګي الوتکو په ذريعه د ترهګرو په شکمنو ټکونو بمبار کړېدي 
سيکيورټي سرچيني وائي چې د بمبار په ترڅ کښې ديارلس ترهګرو وژلې شوي او د هغوي شپږ مرکزونه هم تباه شويدي 
سيکيورټي سرچينو دا هم وئيلي دي چې د وژلي شوي ترهګرو تعلق د کالعدم لشکر اسلام ، ټي ټې پي او داعش سره وو