خېبر پښتونخوا چيف سيکټرى قبائلى ضلعو ډپټى کمشنرانو ته هدايات

0
34
خېبر پښتونخوا هاؤس اسلام آباد کښې خرچې په معامله د صوبائي نګران حکومت نېب ته مراسله

د خېبرپښتونخوا چيف سيکټرى اعظم خان د قبائلى سيمو ډپټى کمشنرانو ته هدايت جارى کړې چې د ايمپورټ ايکسپورټ ټيکس او ليوز حصولى لپاره کوم چيک پوسوټونه قائم کړې شوى دى هغه دې زرترزره ختم کړې شى

د خېبرپښتونخوا چيف سيکټرى اعظم خان د قبائلى ضلعو ډپټى کمشنرانو ته هدايات جارى کړى چې د هر قسمه راهدارې ، ايمپورټ ايکسپورټ ټيکس او ليوز حصولى لپاره قبائلى سيمو کښې جوړ کړې شوې چيک پوسټونه دې زرترزره ختم کړې شى او راتلونکى څلويښت ګهنټو کښې دې په احکاماتو عمل درامد کولو رپورټ ايډيشنل چيف سيکټرى فاټا ته وليګى
هداياتو کښې دا هم شامل دى چې ليوز او يا د ايجنسى نور تنان به د ټيکس اخستو مجاز نه وى او دا چې ايجنسى ډيويلپمنټ فنډز نه کيدونکى اخراجات دې په فورى توګه بند کړې شى
چيف سيکټرى دا هدايات هم جارى کړى چې د ايجنسى ډيويلمپنټ فنډ بنک اکاونټ تفصيلات دې هم اے سى ايس فاټا ته راتلونکى څلويښت ګهنټو کښې ارسال کړې شى او دا چې ضرورى اخراجاتو لپاره د اے سى ايس فاټا منظورى اخيستل لازم دى