داخله وزير رانا ثناالله دعوي کړېده چې د پي ټي آئي د پنجاب اسمبلۍ شلو پورې ممبران مسلم ليګ ن سره رابطه کښې دي

داخله وزير رانا ثناالله دعوي کړېده چې د پي ټي آئي د پنجاب اسمبلۍ شلو پورې ممبران مسلم ليګ ن سره رابطه کښې دي، وزيراعلي پرويز الهي اسمبلي نه شي ماتولے،داخله وزير وائي چې خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتيدو په صورت کښې به د هغه تجويز دا وي چې دواړو صوبو کښې دې دوباره اليکشن وکړې شي
يو نجي ټي وي سره مرکه کښې رانا ثنا الله وئيلي دي د اسمبلۍ نه د وتلو په حواله د عمران خان اعلان غير منطقي دے او هغه په غصه کښې د اسمبلو د ماتولو خبره کړېده د داخله وزير وينا وه چې د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي په کوم حيثيت دا خبره کړيده چې د عمران خان په وينا هغه يو منټ کښې اسمبلي ماتولي شي ،پرويز الهي سره چې کوم اختيار دے د هغې د مخ نيوي کولو چل مونږ له راځي د يوې پوښتنې په جواب کښې رانا ثنا الله ووئيل چې د پنجاب اسبملۍ زياتره ممبران د اسمبلۍ د ماتولو په حق کښې نه دے او د پي ټي آئي د پنځلس نه تر شلو پورې ممبران مسلم ليګ ن سره رابطه کښې دي